دخپریدو نیټه :شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 41954
د افغان ځواکونو لیکو ته د عسکرو په جذبولو کې اصلاحات رامنځ ته شوي″
په هلمند کې د امریکا د سمندری ځواکونو قوماندان جنرال ″چارلز ګورګانوس″ وایې، د ناټو په عسکرو باندې د افغان پوځيانو له حملو وروسته، د افغان ځواکونو لیکو ته د عسکرو په نیولو کې اصلاحات رامنځ ته شوي دي.

جنرال ګورګانوس د جمعې په ورځ له هملند ولایت څخه په ټیلفوني کنفرانس کې وویل، د ده په فکر افغان ځواکونه به له ټاکلي مهال ویش مخکې، په راتلونکي مني کې د هلمند ولایت د امنیتي چارو مسولیتونه په غاړه واخلي.

دا امریکایې جنرال وایي، د هلمند ولایت چارواکو د پوځ په لیکو کې د شاملیدو لپاره د اتلس کلنۍ عمر ټاکلی، پوځي مرکزونو ته یې د میلمنو تګ بند کړی او قوماندانان د خپلو پوځيانو د اعمالو مسوول ګڼل کیږي.

جنرال ګورګانوس دغه راز وایي، هغه عسکر چې زیاته رخصتي تېره کړي او یا پاکستان ته لاړ شي، د بېرته ستندیو پر مهال ورڅخه پوره پوښتنې کیږي.

په روان کال کې افغان پوځيانو په خپلو ناټو ملګرو له شلو زیاتې وژونکې حملې کړي دي.

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayony.49n6m1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته