په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وایي، چې نن یي یوه الوتکه، چې د معمول په الوتنې وه د هېواد په ختیځ کې پرې وتلې.
د دغو ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې پیښه د الوتکې املې او مسافرینو ته کوم زیان ندې اوښتې او دوی ټول د ایساف یو نږدې مرکز ته انتقال شوي دي.
که څه هم په اعلامیه کې ویل شوي، چې د الوتکې د پری وتلو د څرنګوالي په اړه ددوی تحقیقات روان دي، خو دا په ډاګه شوې، چې په سیمه کې د وسله والو مخالفینو فعالیت ندې لیدل شوې.
د رپورټ له مخې پدې پیښه کې عامو خلکو ته هم کوم زیان ندې اوښتې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)