دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 42176
امریکا د کجکي بند په بیارغولو۴۷۱ میلونه ډالر لګوي
کجکي د برښنا بند دا مهال د هلمند او کندهار د اړتیاوړ برښنا نیمايې برخه برابروي، خو د اوبوخور کانالونه یي زیاتې ځمکې خړوبوي.
د امریکا متحده ایالات چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو پلان لري، غواړي د کجکې بند په بیا رغاونې ۴۷۱ میلونه ډالر ولګوي، تر څو د هلمند او کندهار ولایتونو خلک د دغه بند له برښنا څخه ګټه واخلي.

د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه په ۱۹۴۰ مې لسېزې کې د امریکا د وخت جمهور رئیس هیری ترومان قانع کړی و، چې د هلمند د وچو دښتو د خړوبه کولو په مقصد، د کجکې د اوبو او برښنا بند باید جوړ کړي.

جمهور رئیس ترومان هغه مهال په سیمه کې د شوروي اتحاد له مشر جوزیف ستالین سره د سیالیو پر اساس هم د دغه ستر بند په جوړولو سلا شوی و.

د کجکي د اوبو بند په ۱۹۵۳ میلادي کال کی جوړ شو او په ۱۹۷۵ کال کې یي د برښنا تولید پیل شو. هغه مهال ددي بند دوه توربینونه فعال شول او د ۱۶ نیم میګاواټو برښنا د تولید ظرفیت یي درلود.

د امریکا متحده ایالات غواړي چې افغانستان ته د خپلو پراختیایي مرستو په چوکاټ کې ددغه بند په بیارغاونې پیسې ولګوي.

امریکایي ځواکونو په تېرکال کې له لسو کلونو جګړو او ستونزو وروسته وکړاي شول چې کجکې ته غزیدلی سړک امن کړي.

دا مهال چې بهرني ځواکونو له افغانستان څخه ګدې بار کړې، د کجکې د بند او غزیدلې سړک د امنیت چارې افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل کیږي.

د کجکي د برښنا بند دا مهال د هلمند او کندهار د اړتیاوړ برښنا نیمايې برخه برابروي، خو د اوبوخور کانالونه یي زیاتې ځمکې خړوبوي.

دا هم د یادونې وړ ده چی په هلمند ولایت کې د افغانستان د اپینو په سلو کی ۴۵ برخه تولیدیږي،په کابل کې د امریکا په سفارت کې د پراختیایی ادارې مشر ریچارد اولسن وایي:

“د کجکې پروژه د یوه باثباته، په خپل ځان متکې او بسیا افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د تعهد دوام دی”.

د هندوکش د غرونو د واورو اوبه د هلمند د سیند سرچینې دي، د کندهار د ارغنداب اوبه ورسره یوځاي کیږي، د هلمند له وچو ډاګونو تېریږی او وروسته ایران ته توئیږي.

په ۱۹۷۹ کال کې په افغانستان باندي د شوري ځواکونو د یرغل پر مهال له کجکې پروژې سره د امریکایانو مرسته او لیوالتیا کمه شوه او د کورنیو جګړو په جریان کې ددغه بند د برښنا د تولید ظرفیت دومره ټيټ شو چې یوازې د شاوخوا دفترونو څراغونه به یي روښانول.

د امریکا متحده ایالاتو یوې کمپنۍ ته ۲۶۶ میلونه ډالر ورکړي چې د کجکې د برښنا د بند دریم توربین هم فعال کړي او نور کارونه یي سرته ورسوي.

دا دریم تروبین به د ۱۸ نیم میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت ولري، د امریکا د پراختیایي ادارې سیمه اېزه مشره روزیان کیسی وایي:

“د کجکې د بند د امنیت لپاره په افغان او امریکایی ځواکونو حساب کیږي. ددغه بند د امنیت ګواښونه شته او دا ستونزې ممکن ددې سترې پروژې کارونه وځنډوي”.

امریکایي چارواکې هیله من دي چې د کجکې د برښنا د بند کارونه به د ۲۰۱۴ کال په پاي کې سرته ورسیږي،د امریکا د یوه پوهنتون استاد پروفیسر کولاتر وایي:

“امریکایانو د ساړه جنګ په کلونو کې د کجکې د بند کارونو ته دوام ورکاوه او دایي د خپل اعتبار او حیثیت مسله بلله، دا مهال به یي هم کارونه دهمدې دلیل په اساس پر مخ بوزي”

منبع: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-znk.23niqdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته