دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۱۷
د مطلب کود : 42243
د پوهنې وزارت او یوناما تر منځ د ۳۰ عرادې موټرو قرارداد لاسلیک شو
دغه حشر په ټول هیواد کې په ګړندۍ توګه روان دی چې همدا نن د پوهنې وزیر د یوناما(UNAMA) له استازي سره د ۳۰ عرادې موټرو قرارداد لاسلیک کول.
لکه څنګه چې د ۱۳۹۱ کال په لومړیو کې د پوهنې وزیر فاروق وردګ زده کړې ته د ټولو افغان ماشومانو د لاسرسۍ د ۳ کلن حشر اعلان کړی دی، دغه حشر په ټول هیواد کې په ګړندۍ توګه روان دی چې همدا نن د پوهنې  وزیر د یوناما(UNAMA) له استازي سره د ۳۰ عرادې موټرو قرارداد لاسلیک کول او د پوهنې وزارت په واک کې د نوموړو موټرو ورکول د دې حشر او ګډې همکارۍ تر ټولو ښه نښه ګڼل کیږي.

د پوهنې وزارت په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د یوناما (UNAMA)د دفتر دغه پر ځای اقدام ستایي او مننه ورڅخه کوي، یو ځلې بیا په خپلو ټولو کورنیو او نړیوالو همکارانو، خصوصي سکتور، ملي سوداګرو او اړوندو اړخو غږ کوي چې د افغانستان د پوهنې له نظام سره د خپلو سخاوتمندانه مرستو او همکاریو لړۍ تر بل هر وخت زیاته پياوړې او د پوهنې له وزارت سره زده کړې ته د ټولو افغانانو د لاسرسي په دې ستر ملي حشر کې برخه واخلي چې د هیواد د پرمختګ یوازینی لاره ګڼل کیږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1iq0.2bqi08j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته