د کندهار چارواکي وايي، چې د درې وسلوال مخالفین د خپلو مهماتو په چاودنه کې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د کندهار ولایت مقام نن سهار په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل، چې چاودنه د کندهار ښار د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د مخالفینو د وسلو په یوې ډیپو کې شوې ده.
په اعلامیې کې راغلي، چې وسلوالو مخالفینو غوښتل ، له وسلوالو او مهماتو بار دوه زرنج موټر سایکلونه په ښار کې د خپلو اهدافو د په نښه کولو لپاره له ډیپو وباسي چې پرې وچاودیدل.
وسلوالو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه تبصره نه ده کړې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)