دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۵۸
د مطلب کود : 42269
د افغانستان شمال کې میړه د خپلې ښځې ژبه غوڅه کړې
پولیس وايي چې ۲۲ کلن میړه د خپلې ښځې له وهلو ډبولو وروسته دا کار کړی دی
د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې یوه سړي د خپلې ښځې د ژبې یوه برخه غوڅه کړې ده.

پولیس وايي، چې د ښځې میړه یې نیولی دی

پولیس وايي چې ۲۲ کلن میړه د خپلې ښځې له وهلو ډبولو وروسته دا کار کړی دی
د بلخ ځینو امنیتي چارواکو ویلي چې قرباني شوې ښځه یې د بېهوښۍ په حالت کې روغتون ته رسولې ده.

پولیس وايي چې پېښه د چاربولک ولسوالۍ په جنګوري سیمه کې شوې ده.

د بلخ د ښځو چارو رییسې فریبا مجید خبري رسنیو ته ویلي چې قرباني شوې ښځې یو اووه میاشتنی ماشوم هم د سختو وهلو ډبولو له کبله سقط کړی دی.

د آغلې مجید په وینا، دا لومړی ځل دی چې بلخ کې یو سړی د خپلې مېرمنې ژبه غوڅوي.

قرباني شوې ښځه هم د ښځو چارو د رییسې فریبا مجید ترڅنګ خبریالانو ته ورښودل شوې ده.

قرباني شوې ویل ي چې مخکې هم خپل میړه ډېر ځلې وهلې ده، خو دا ځل یې ډېره ناجایزه ورسره کړې ده، او اړ شوې چې امنیتي کسان پرې خبر کړي

تر دې مخکې هم افغانستان کې له ښځو سره ډول ډول کورني تاوتریخوالي شوي او رنځېدلې دي.

کابو دوه کاله مخکې، د افغانستان اروزګان ولایت کې هم له یوې نجلۍ پزه پرې شوه، چې بیا وروسته امریکا ته د درملنې لپاره واستول شوه.

په دې وروستیو کې د افغان ښځو د حقونو لپاره ډېرې هلې ځلې پیل شوې او پر افغان حکومت غږ شوی، چې د هغوی حقونو ته ډېر پام وکړي.
https://avapress.com/vdcaouny.49nui1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته