د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ د کابل بانک په قضیه کې د پرمختګ د څرنګوالي په اړه ځانګړې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
لویه څارنوالي: د کابل بانک له پورونو ۱۰۸ میلیونه ډالره بیرته حاصل شوي
افغان غږ آژانس(آوا) , 14 جوزا 1391 ساعت 10:05
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ د کابل بانک په قضیه کې د پرمختګ د څرنګوالي په اړه ځانګړې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د حامد کرزي په مشرۍ ځانګړې غونډې پرېکړه وکړه چې د کابل بانک دوسیه دې محکمې ته ولېږل شي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ د کابل بانک په قضیه کې د پرمختګ د څرنګوالي په اړه ځانګړې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د کابل بانک په قضیې کې د پرمختګ په اړه لویې څارنوالۍ یو ریپوټ وړاندې کړ ویې ویل چې تر اوسه پورې ۱۰۸ میلیون ډالره لاس ته راغلي دي او د جمهور رئیس د وروستي حکم له صادرېدو وروسته قرض لرونکو ۲۶میلیون ډالره ورکړي دي.
په ریپوټ کې راغلي چې د پامیر هوایي شرکت او باختر ټلویزیون پلورل شوي دي، په استقلال ښارګوټي کې ۱۴۷ اپارتمانونه، په دوبۍ کې ۱۹ اپارتمانونه، ګاز ګروپ، ۱۵۰ کانتینرونه او یوه زیاته اندازه ځمکه د دولت لاس ته ورغلې ده.
ځانګړې غونډې د ریپوټ له اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې لویه څارنوالي دې د
کابل بانک دوسیه نهایي کړي او ډېر ژر دې د لازمو اقداماتو لپاره محکمې ته ولېږي
.
د یادولو وړ ده چې په دې غونډه کې د جمهوري ریاست مرستیالان، قاضی القضات او د سترې محکمې رئیس، لوی څارنوال، د مالیې، اقتصاد، سوداګرۍ او ترانسپورت وزیرانو، د افغانستان بانک رئیس او د جمهور رئیس ستر اقتصادي سلاکار ګډون کړی و.
د مطلب کود: 42441