کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زاخېلوال په هرات کې له استادانو سره د توکیو د کنفرانس په اړه خبرې وکړې

افغان غږ آژانس(آوا) , 17 جوزا 1391 ساعت 13:24

ښاغلي زاخیلوال وايي، چې د افغانستان په استازیتوب به دی په خپله له یوې قوي اقتصادي طرحې سره په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.


د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال هرات په یو سفر کې د دې ولایت له یو شمېر استادانو او د اقتصادي چارو له کارپوهانو سره په غونډه کې د توکیو د کنفرانس په هکله خبرې وکړې.

ښاغلي زاخیلوال وايي، چې د افغانستان په استازیتوب به دی په خپله له یوې قوي اقتصادي طرحې سره په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

د مالیې وزیر د توکیو کنفرانس د افغانستان لپاره مهم او ګټور بولي او وایي، چې دغه کنفرانس به د افغانستان لپاره ډیرې لاسته راوړنې ولري.

ټاکل شوې د توکیو کنفرانس د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړیو کې د جاپان په ټوکیو ښار کې جوړ شي.


د مطلب کود: 42623

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/42623/زاخېلوال-په-هرات-کې-له-استادانو-سره-د-توکیو-کنفرانس-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com