د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وروسته له دې چې خبر یې ترلاسه کړ چې د ناټو په هوايي بمبارۍ کې اتلس ملکیان وژل شوي، د چین سفر نیمګړی پرېښود او خپل هیواد ته راستون شو.
کرزي وویل، د چهارشنبې په ورځ د لوګر په حمله کې اتلس ملکیان وژل شوي دي.
ده په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دا ډول عملیاتو کې د ملکیانو مرګ ژوبلې ورته د منلو نه دي.
کرزي دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا نن/پنجشنبه/ په یوه نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راورسېد.
پنیتا وویل چې تر هغو چې په پاکستان کې د سخت دریځو لپاره خوندي پناهځایونه وي ګرانه ده چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شي.
پرون د لوګر ولایت د برک برک ولسوالۍ په سجاوند کلي کې د ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې اتلس ملکیان، چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، ووژل شول.
د ناټو ځواکونو په دا ډول عملیاتو کې، چې د افغان ځواکونو له مشورې پرته کوي، عموماً ملکیان وژل کېږي.
ناټو تر دې مخکې هم د دا ډول عملیاتو د علت په اړه څه نه دي ویلي. ویل کېږي چې دوی ته مغرض عناصر ناسم استخباراتي مالومات ورکوي.
حامدکرزي وویل: د ناټو ځواکونو هغه عملیات چې ملکي خلکو ته د سر او مال زیان و رسوي په هیڅ ډول توجیه نلري او د منلو او زغم وړ نه دي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې کرزي د کندهار پروني ځان مرګي بریدونه هم غندلي او ویلي یې دي:« ولسمشر د کندهار په تروریستي بریدونوکې زموږ د یو شمېر بې ګناه ملکي هېوادوالو پر وژنه، په ژوره توګه خواشینی شوی دی او په هېواد کې د دغو دواړو خواشینونکو پیښو له امله په چین کې خپل رسمي سفر را لنډوي او ډیر ژر هېواد ته راستنیږي.
همدا راز حامدکرزي تیره شپه د لوګر او کندهار د وروستیو غمجنو پیښو د څرنګوالي په اړه د جمهوري ریاست له لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم او د لوګر او کندهار له والیانو سره ټلیفوني خبرې وکړې او په دې اړه یې ورڅخه مالومات وغوښتل.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)