کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بحرین کې دآل خلیفه رژیم په وروستیوجنایتونوکې یوشمیرمحصلین ټپیان شوی دی

افغان غږ آژانس(آوا) , 18 جوزا 1391 ساعت 17:39

د خپل ژوند تروروستیو پورې به له خپل هیواد بحرینه دفاع وکړی او له عربستان سره دیوځاي کیدا استعماری دسیسه به پخپل یووالی او اتحاد سره شنډه کړي


العالم ټيلیویژنی چینل راپورورکړی د بحرین محصیلینو پرون اونن ددغه هیواد په بیلابیلو ښارونو کې دآل خلیفه رژیم دجنایتونو په ضد لاریونونه کړی دی چې وروستی راپورونه ددې ښودنه کوی چې دال خلیفه رژیم او دآل سعود نیواکګرو عسکرو له غیر انسانی چلندونو سره مخامخ شوی دي او په اخ وډب کې په لسګونو محصیلین ټپیان شوی چې ځیني پکې مرګي حاله راپورشوي دي .راپورښی په سلګونو خلکو دبحرین په النویدرات ښار کې هم ددغه هیواد په بندونو کې له بندیانو سره د غږملتیاد ښودلوپه موخې سره ستره مظاهره کړې او پخپلو شعارونو کې ئې له بحرین څخه ئې دعربستان دنیواکګرو عسکرو دوتلو او دآل خلیفه رژیم تر نسکوریدا پورې دولسی پاڅون پر دوام ټينګار درلود وروستی راپورونه ښئ د بحرین دآل خلیفه رژیم دآل سعود کورنۍ په بشړ ملاتړ سره هڅه کوي بحرین دعربستا ن یوه برخه وګرځوی خو ددغه هیواد ولس دخپل پاڅون په دوام کې دا کلک هوډ هم کړی چې د خپل ژوند تروروستیو پورې به له خپل هیواد بحرینه دفاع وکړی او له عربستان سره دیوځاي کیدا استعماری دسیسه به پخپل یووالی او اتحاد سره شنډه کړي


د مطلب کود: 42725

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/42725/په-بحرین-کې-دآل-خلیفه-رژیم-وروستیوجنایتونوکې-یوشمیرمحصلین-ټپیان-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com