فرانسوا اولاند تیره میاشت د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ښي اړخي کاندید نیکولاس سارکوزي ته ماته ورکړه.
په فرانسه کې نن پارلماني انتخابات پيل شول
افغان غږ آژانس(آوا) , 21 جوزا 1391 ساعت 13:56
فرانسوا اولاند تیره میاشت د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ښي اړخي کاندید نیکولاس سارکوزي ته ماته ورکړه.
په فرانسه کې نن پارلماني انتخابات پيل شول، دا انتخابات د فرانسې د نوی سوسیالیست جمهور ریس له دې پالیسي، چې پر بډایو خلکو ټکس زیات او د منځنۍ طبقې خلکو لپاره د کار شرایط ښه شي، د ملاتړ اندازه څرګنده کړي.
فرانسوا اولاند تیره میاشت د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ښي اړخي کاندید نیکولاس سارکوزي ته ماته ورکړه.
دی اوس د پارلمان د استازو په مجلس کې له محافظه کار اکثریت سره مخامخ دی.
په فرانسه کې د ننیو انتخاباتو دوهم دور به راتلونکې اونۍ تر سره شي.
دا انتخابات به همدا راز د مسلمانانو د فعالیت او د مهاجرت په څير مسایلو کې د ښي اړخ د پالیسیو څخه د ملاتړ اندازه څرګنده کړي.
د مطلب کود: 42860