کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند اوپاکستان دسیاچین دکړکیچ په اړه سره خبرې کوې

افغان غږ آژانس(آوا) , 22 جوزا 1391 ساعت 18:02

سیاچین دهند اوپاکستان ترمنځ ترټولو لوړه یخه غرنی سیمه ده چې په دې سیمه کې دیادو هیوادونو سرحد په دقیق ډول نه دی ټاکل شوی


هند اوپاکستان دسیاچین او سرکریک سیمودمسائلوپه اړه سره خبرې کوي
له اسلام آباد څخه زمونږ خبریال وایي ټاکل شوې چې دهند او پاکستان ددفاع وزارت دمرستیالانوترمنځ دغه دوه ورځنی خبرې نن دپاکستان په راولپنډی کې پيل شي
دسیاچین سیمې کړکیچ په دې سیمه کې د۱۴۰ پاکستانیوپوځیانو اوملکي کسانوله وژل کېدو وروسته ددې دواړو هیوادونو دپام وړوګرځېد اوددواړ و هیوادونو خلک ددې سیمې دکړکیچ دهواري غوښتونکي شول
داپداسې حال کې ده چې تردې دمخه دسیاچین دکړکیچ په اړه دهند اوپاکستان خبرو کومه نتیجه نه ده ورنکړه
سیاچین دهند اوپاکستان ترمنځ ترټولو لوړه یخه غرنی سیمه ده چې په دې سیمه کې دیادو هیوادونو سرحد په دقیق ډول نه دی ټاکل شوی


سرچینه: پښتو رادیو


د مطلب کود: 42959

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/42959/هند-اوپاکستان-دسیاچین-دکړکیچ-په-اړه-سره-خبرې-کوې

آوا
  https://www.avapress.com