په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د شپږو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د بغلان ، کندهار ، زابل ، لوګر او غزنی ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل، ۳۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول .
په یادو عملیاتو کې۴۱۰ کیلوګرامه نشه یی توکې او یوه اندازه زیادی وسلۍ او مهمات چې پنځه قبضې راکټ اچونکې ، دوه میله پیکا ، ۹ میله کلاشینکوفونه سره د ۲۳ شاژورنو ، یوقبضه تفنګچه ، درِي پایي مخابري ، ۲۳ ډزه د درنو وسلو مرمۍ ، ۱۳۶۰ ډزه د سپکو وسلو مرمۍ ، ۹ کړۍ ماینونه، ۲۳ قبضې لاسې بمونه ، ۲۱۰ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې، ۹ عرادۍ موټر سایکلونه او یوعراده موټر دهیواد ملی پولیسو لاسته لویدلي دي.
همداشان د افغانستان د ملی پولیسو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونوکې دوه کړۍ دوسایطو ضد ماینونه او یوعراده د چاودیدونکو توکو نه ډک موټر سایکل دهېواد د مختلفو سیمونه کشف او شنډ کړل.
دغه شمیر ماینونه او چاودیدونکې توکې چې تازه د طالب ترهګرو له لوري د غیر اسلامی او غیر انسانی کړنو د ترسره کولو په موخه د بدخشان ، نیمروز او بادغیس ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پرځاي شوی وو کشف او په دی وسیله د څو غمجنو پیښونه مخنیوی وشو.
د جنایی جرمونو پروړاندې مبارزه:
د کابل د۱۰۱ آسمایی زون د ملي پولیسو منسوبینو تېره ورځ یوتن د سړې وژنې په تړاو دکابل ښار د شپږمې امنیتی حوزي د اړوندې سیمې نه نیولي دي. چې دم شیبه د څیړنې لاندي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)