دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۱۹
د مطلب کود : 43015
په افغانستان کې امنیت اوسوله د اسلامی ایران یو لومړیتوب دی
دافغانستان ثبات او آمنیت د سیمې او ګاونډیو هیوادونو له ثبات او آمنیت سره تړلی دی او تهران له هرهغه اقدامه ملاتړ کوي چې په افغانستان کښې د سولې او ثبات له ټینګیدو سره مرسته وکړي او د پر اختیا زمینې برابري کړي .
دایران داسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو ویندوي رامین مهمانپرست نن په خبري غونډې کې زیاته کړه دافغانستان ثبات او آمنیت د سیمې او ګاونډیو هیوادونو له ثبات او آمنیت سره تړلی دی او تهران له هرهغه اقدامه ملاتړ کوي چې په افغانستان کښې د سولې او ثبات له ټینګیدو سره مرسته وکړي او د پر اختیا زمینې برابري کړي .
هغه وویل د بې ثباتیو او نا آمنیو جرړه په سیمه کښې د پردیو شتون او لاسوهنې دي .
دایران دخارجه وزارت ویندوي زیاته کړه هرڅومره چې مقابل لوری دماسکوغونډې ته په جدي او لازیات چمتووالی سره حاضرشي او دایران مسلم حقوقو په رسمیت وپيژني ، نو دماسکو دغونډې دبریالیتوب زمینې به هومره زیاتې شي .هغه ایران ته دروسیې دخارجه وزیر دسفر په باب هم وویل ایران اوروسیه ښې ملګرتیاوې لری او تهران ته دسرګئ لاؤروف په سفر کې به ددوواړخیزو اړیکو او دغه راز دسورئې پشمول مهمو سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو په باب دنظر تبادله وشي دایران دخارجه وزارت ویندوي همدارازدسورئې په ضد دځينو لودیځوالو دجنګ غواړو څرګندونو په غندلو سره روښانه کړه دسورئې موضوع هیڅکله له پوځي لارې نه حل کیږي او دنورو هیوادونو لاسوهنې دسیمې دبې ثباته کیدا سبب کیږي چې بیا به ئې کنټرولول ګران کاروي
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamwny.49ne61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته