دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۰۴
د مطلب کود : 43017
ولسمشر کرزی: جنرال دوستم لا تراوسه په ملي خیانت تورن نه دی
و لسمشر حامد کرزی وایي، پر جنرال دوستم لګیدلي رسمي تورونه به د عدلیې او قضایي ادارو له خوا وڅیړل شي.

ولسمشر حامد کرزی چې نن یوې خبري غونډي ته وینا کوله وویل، چې جنرال دوستم په ملي خیانت نه دی تورن شوی، خو د ده په اړه پریکړه به له څیړنو وروسته وشي.

″چا جنرال دوستم په ملي خیانت نه دی تورن کړی، خو حیقیت باید روښانه شي، ریښتیا او دروغ باید معلوم شي، که چېرې ریښتیا و، نو طبعي خبره ده، چې قانون باید بادران ونیسي او د خلکو ګټې تضمین کړي، که چیرې دروغ و، نو هغه چا چې دا راپور راوړی باید سزا وویني.″

د ملي جبهي د مشرتابه پر غړي جنرال عبدالرشید دوستم باندې د افغانستان امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې دا تور و لګول شو، چې دی د افغانستان په شمال کې د کانونو د استخراج له کمپیونیو څخه باج اخلي او هغوی ته ستونزې جوړوي.

د امنیت شورا له دې تور وروسته لویې څارنوالۍ ته سپارښتنه وکړه، چې پر ده لګیدلي تورونه وڅیړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmxq0.2bq1s8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته