دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 43219
افغان ولسمشر پرون د ډنمارک د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وکتل
ډنمارک او اروپايي ټولنه ژمنه ده چې له افغانستان سره په راتلونکي کې مرستو ته دوام ورکړي.
د دولت د ریاست د مطبوعاتي دفتر له خوا د یو بل خپاره شوي بیان له مخې افغان ولسمشر پرون د ډنمارک د بهرنیو چارو له وزیر ویلي سوېنډل سره هم وکتل.

سوېنډل چې هېواد یې د اروپايي ټولنې دوره یي مشري کوي، وویل، ډنمارک او اروپايي ټولنه ژمنه ده چې له افغانستان سره په راتلونکي کې مرستو ته دوام ورکړي.

په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان د دولتي بنسټونو د پیاوړتیا، ډیموکراسۍ او بشري حقونو د حالت په اړه خبرې وکړې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyx9t.ak9wq4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته