دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 43469
د عاشورا په مراسمو کې د ځان وژونکی حملې په اړه راپور نن په کابل کې خپور شو
د افغان حکومت له خوا ټاکل شوی پلاوی د تیر کال د عاشورا په مراسمو کې د ځان وژونکي حملې په اړه خپل راپور نن په کابل کې خپور کړ.

دې پلاوي د خپل راپور د وړاندې کولو پر وخت وویل، چې دغه حمله په پاکستان کې پلان شوې وه او د دې هېواد استخباراتي ادارو ورسره همکاري کړې وه.

د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند لطف الله مشل په دې غونډه کې وویل، چې د حملې پلان په پيښور کې جوړ شوی وو.

په کابل کې تیر کال د عاشورا په مراسمو کې یوې ځان وژونکي حملې شا اوخوا اتیا تنه ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

افغان چارواکو تر دې پخوا هم پاکستان په افغانستان کې په لاسوهنو تورن کړی وو، چې وسله وال مخالفین هلته روزي او بیا یې د جنګ لپاره افغانستان ته رالیږي. د افغان حکومت له خوا ټاکل شوی پلاوی د تیر کال د عاشورا په مراسمو کې د ځان وژونکي حملې په اړه خپل راپور نن په کابل کې خپور کړ.

دې پلاوي د خپل راپور د وړاندې کولو پر وخت وویل، چې دغه حمله په پاکستان کې پلان شوې وه او د دې هېواد استخباراتي ادارو ورسره همکاري کړې وه.

د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند لطف الله مشل په دې غونډه کې وویل، چې د حملې پلان په پيښور کې جوړ شوی وو.

په کابل کې تیر کال د عاشورا په مراسمو کې یوې ځان وژونکي حملې شا اوخوا اتیا تنه ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

افغان چارواکو تر دې پخوا هم پاکستان په افغانستان کې په لاسوهنو تورن کړی وو، چې وسله وال مخالفین هلته روزي او بیا یې د جنګ لپاره افغانستان ته رالیږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdno0o.yt0s96bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته