دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 43694
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د لسو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل، ننګرهار، بغلان، بلخ، کندهار، هلمند، زابل، خوست، پکتیا او غزنی ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول، ۱۱ تنه وسلوال طالبان وژل شوې، ۷ تنه ټپیان او ۵۱ تنه یی د ملی پولیسو له لوري ژوندې نیول شوې دي.

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه سپک اودرانه جنګې مهمات چې دوه میله کلاشینکوفونه، یو میل راکټ اچوونکې، ۵ کړې ماینونه، ۱۶ لاسی بمونه، ۱۵ کیلو ګرامه مخدره توکې، ۳۰ کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې، ۱۴ عدده شاژورنه، یوه عراده موټر او یوه عراده موټرسایکل شامل دي دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.

همدا رازد هیواد ملي پولیسو په تیرو ۲۴ ساعتونو کي یو میل راکټ اچوونکې، ۳ بوشکې ۱۵ کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې او ۹ کړې بیلابیل ماینونه چې د افغانستان د دښمنانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه د بامیان، هلمند او ارزګان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاې پر ځاې شوي وو کشف اوهغه توکې یی چې د شنډولو وړ وه شنډکړل.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdo90o.yt0sn6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته