د بغلان سیمه ایز امنیتي مسوولان وایي، چې څلور ټنه مهمات او نا چاودیدونکي مواد د سیمه ایزو پولیسو له خوا نن ترلاسه شوي دي.
د دې ولایت د امنیې قومندان جنرال اسدالله شیرزاد خبریالانو ته وویل، چې دا مهمات په دهنه غوري ولسوالۍ کې له یوې مخروبې څخه ترلاسه شوي دي.
ده څرګنده کړه، چې په دې مهماتو کې د درنو وسلو ډول ډول ګولۍ شاملې دي او ټول د کارولو وړ دي.
ده وویل، چې د دې مهماتو او نا چاودیدونکو موادو د ځای پرځای کولو په تور لاتراوسه څوک نه دي نیول شوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)