کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټوکیو کنفرانس کډونوال دې خپلې ۳۰ سلنې مرستې افغان مېرمنو ته ځانګړې کړي

افغان غږ آژانس(آوا) , 5 سرطان 1391 ساعت 18:27


د ملي شورا غړو او د ښځو د حقونو یوشمېر فعالانو غوښتنه وکړه؛ چې د توکیو کانفرانس ګډونوال باید د خپلو مرستو دېرش فیصده برخه د افغان ښځو د وضعیت ښه والي ته ځآنګړې کړي.

د ملي شورا غړو او د ښځو د حقونو فعالانو نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې په دې اړه افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته ځینې وړاندیزونه هم وکړل.

د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمیسیون مشرې فوزیه کوفي د خپلو وړاندیزونو یوه برخه داسې ولوسته:

″کومه بودیجه چې افغانستان ته راځي، په هغې کې باید دیرش فیصده د ښځو د بې وزلۍ او بې کارۍ د له منځه وړلو او د دوی اقتصادي ودې ته ځانګړې شي.

موږ له افغان حکومت نه غوښتنه کړې، چې پنځه کلیدي وزارتونو ښځو ته ځانګړي کړي.″

د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه هم اندیښنه وښوده.


د مطلب کود: 43890

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/43890/د-ټوکیو-کنفرانس-کډونوال-دې-خپلې-۳۰-سلنې-مرستې-افغان-مېرمنو-ته-ځانګړې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com