دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 43920
د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان وروستۍ ادعاوې رد کړې
د افغانستان د دفاع وزارت هغه ادعاوې بې اساسه ګڼلې دي، چې وايي پرون لس هاوو وسله وال طالبان له افغانستان څخه پاکستان ته تللي دي او د دوي پر پوځي پوستو يې حمله کړې ده .

پاکستاني چارواکي وايي، چې پرون تر ۱۰۰ زيات وسله وال د افغانستان له پولې ور اوښتي دي او د پوځ پر يوه پوسته يې وسله واله حمله کړې ده .

په دې حمله کې شپږ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د پوځ چارواکو ويلي، چې لږترلږه ۱۱ حمله کونکي هم په متقابلو ډزو کې وژل شوي دي.

د ملي دفاع د وزارت وياند جنرال محمد ظاهر عظيمي نن ازادي راډيو ته وويل ، چې د پاکستان له لوري دا ادعا حقيقت نه لري.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfx1dj.w6dm0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته