دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 43943
دافغانستان د ملی پولیسو ځواکونو،۳۳ تنه ترهګر طالبان ووژل
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د اووه ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د هلمند ، ارزګان ، میدان وردکو ، لوګر ، غزنی ،خوست او پکتیا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل، ۳۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۲ تنه یې ژوندي نیول شوي دي .
په یادو عملیاتو کې ۱۰ کیلوګرامه نشه یی توکې او یوه اندازه وسلې او مهمات چې۱۰ میله کلاشینکوفونه سره د ۴۶ شاژورنه ،دوه میله پیکا ، ۱۴ کړۍ ماینونه ، ۵ بیلر چاودیدونکې توکې، دوه لاسې بمونه ، ۷ عرادي موټر سایکلونه او یو موټر دهېواد ملی پولیسو لاسته لویدلې دي.
همداشان د افغانستان د ملی پولیسو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونوکې پنځه کړۍ دوسایطو ضد ماینونه چې تازه د طالب ترهګرو له لوري د غیر اسلامی او غیر انسانی کړنو د ترسره کولو په موخه د لغمان او ننګرهار ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پرځاي شوی وو کشف او شنډ کړل.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaeony.49ney1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته