کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا په افغانستان کې د خپل پوځ د خوراکي موادو لپاره ۱۰ ملیارد ډالرو قرارداد لاسلیک کړ

افغان غږ آژانس(آوا) , 6 سرطان 1391 ساعت 14:25


تاند - د امریکا پوځ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو لپاره د خوراکي موادو قرارداد، چې ارزښت یې نژدې لس ملیارد ډالره کېږي، د دوبۍ له یوه شرکت سره لاسلیک کړ.

تراوسه پوري په افغانستان کې د امریکا پوځ ته یوه بل شرکت، چې (Supreme Foodservice GmbH) نومېږي، خوراکي مواد برابروي.

په راپور کې نه دي ویل شوي چې دا قرارداد د څومره وخت لپاره دی خو که د خوراکي موادو بیه یا ارزښت په پام کې ونیول شي، داسي ښکاري چې دا به د ډېرو کلونو لپاره وي.

د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون وايي چې له ۲۰۰۵ څخه تراوسه پوري یې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د خوراکي موادو لپاره سوپریم ګروپ ته، چې په هالنډ کې دېره دی او حاضردمه امریکايي سرتېرو ته خوراکي مواد برابروي، نژدې اووه ملیارد ډالره ورکړي دي.

په امریکا کې په دې ډېر انتقادونه شوي چې ولي باید په افغانستان کې د دوی د ځواکونو خوراکي مواد دومره ګرانه تمام شي.

سوپریم ګروپ د افغانستان په ۲۵ سیمو کې امریکايي پوځیانو ته خواړه، اوبه او ځیني نور شیان رسوي.

له سوپریم ګروپ سره د امریکا د پوځ قرارداد د سږکال په دسمبر کې پای ته رسېږي، او د امریکا دفاع وزارت د لوژیستیکي چارو ادارې د تېرې جمعې په ورځ وویل چې له یوه بل شرکت سره یې، چې په دوبۍ کې دېره دی، د ۸ ملیارده او ۱۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کړی دی.

پر دې سربېره د پینتاګون لوژیستیکي ادارې له سپریم شرکت سره یو موقت قرارداد لاسلیک کړی چې د هغه ارزښت یونیم ملیارد ډالره اټکل کېږي.

د دغه نوي قرارداد له مخې به سپریم شرکت تر هغو چې نوی شرکت خپل کار پیلوي، په افغانستان کې امریکايی پوځیانو ته د خوراکي موادو لېږد چټکوي.

پینتاګون وايي چې له نویو ترتیباتو سره سم به په افغانستان کې امریکايي پوځیانو ته د خوراکي موادو په رسولو کې هیڅ راز ځنډ نه پېښېږي.


د مطلب کود: 43957

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/43957/امریکا-په-افغانستان-کې-د-خپل-پوځ-خوراکي-موادو-لپاره-۱۰-ملیارد-ډالرو-قرارداد-لاسلیک-کړ

آوا
  https://www.avapress.com