کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس حامد کرزي د برېتانیا له لوی درستیز سره وکتل

افغان غږ آژانس(آوا) , 8 سرطان 1391 ساعت 13:18



د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د برېتانیا له لوی درستیز ښاغلي ډیویډ ریچارډز سره نن له غرمې مخکې وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې تر سره شوه، په افغانستان او سیمه کې د تروریزم پر خلاف جګړې او نورو بېلابېلو موضوع ګانو په اړه خبرې وشوې.

د برېتانیا لوی درستیز ډاډ ورکړ چې هېواد به یې له افغانستان سره له ۲۰۱۴ کال
وروسته هم د دواړو هېوادونو تر منځ د لاسلیک شوي ستراتیژیک سند په چوکاټ کې
خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

دغه راز ډیویډ ریچارډز وویل چې برېتانیا په افغانستان کې د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي. ده زیاته کړه چې حکومت به یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې، تمویل او تجهیز په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

همدا راز د برېتانیا لوی درستیز پاکستان ته د خپل سفر او ددغه هېواد له یو
شمېر چارواکو سره د خپلو کتنو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې هېواد یې د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.

د هېواد جمهور رئیس په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت او د سولې په بهیر کې د پاکستان پر رول ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د پاکستان حکومت په دې برخه کې خپله ریښتیني همکاري تر سره کړي.


د مطلب کود: 44137

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/44137/جمهور-رئیس-حامد-کرزي-د-برېتانیا-له-لوی-درستیز-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com