دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 44321
دپاکستان او هندوستان تر مینځ دسرحدي اختلافاتو په اړه خبرې اترې پیل شوي
ددغه پلاوي مشرې د پاکستان د سند او پنجاب صوبو سرحدي آمنیت مسئولان رضوان اختر او میا محمد هلال کوي
د شین هوا خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستان یو ۳۰ کسیز پلاوی چې ددغه هیواد سرحدي مسئولان پکې شامل دي ، نن نوی ډیلي ته رسیدلي او له هندي چارواکوسره یې خبرې اترې پیل کړي دي چې د جولاي تر ۵ به دوام ولري . ددغه پلاوي مشرې د پاکستان د سند او پنجاب صوبو سرحدي آمنیت مسئولان رضوان اختر او میا محمد هلال کوي . دواړه لورې به په دغو خبرو اترو کښې د سرحدي ملګرتیاؤ پیاوړتیا وجاجوي . د هندو او پاکستان تر مینځ د سرحدي اختلافاتو په اړه خبرې اترې په ۲۰۱۰ میلادي کال کښې هم شوي وي .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8fba.rhba5p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته