دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۴۵
د مطلب کود : 44351
د بهرنیو چارو وزیر د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سره وکتل
هیله یې څرګنده کړه چې هغه ګډ کمیسیون چې د سرحدي علایمو او اسنادو د عصري کولو او برابرولو طرحې په ځانګړنه کې جوړشوی دی
 د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول نن ورڅ له غرمې مخکې د ایران داسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو چارو مرستیال ښاغلی مهدي اخندزاده د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې خپل حضور ته ومانه.

پدغه لیدنه کې دواړو لوریو دعلاقې وړ موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه، هیله یې څرګنده کړه چې هغه ګډ کمیسیون چې د سرحدي علایمو او اسنادو د عصري کولو او برابرولو طرحې په ځانګړنه کې جوړشوی دی،وکولای شي پخپله دوهمه ناسته کې مثبتې لاسته راوړنې ولري او د دواړو هیوادونو په سرحدونو کې امنیت او ثبات ټینګ او ځواکمن کړي.

ښاغلی مهدي اخندزاده د سرحدي علایمو او اسنادو د عصري کولو طرحې ګډ کمیسیون په دوهمه ناسته کې چې ټاکل شوي ده نن ورځ د بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شي ،دګډون په موخه د ایران د اسلامي جمهوریت د یوه لوړپوړي پلاوي په مشری تیره ورځ کابل ته راغلی ده . په دغه ناسته کې به د افغانستان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ښاغلي جاوید لودین او د ایران پلاوي مشري به ښاغلی مهدي آخندزاده په غاړه ولري.


سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezx8e.jh8eni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته