په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ۱۲ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل ، جوزجان ، کندهار ، میدان وردک ، لوګر او غزنی ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل،۸۲ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، ۸ تنه ټپیان او څلور تنه یې ژوندي نیول شوي دي .
په یادو عملیاتو کې دوه کیلوګرامه نشه یی توکې او یو اندازه وسلۍ او مهمات چې: ۱۰ میله بیلا بیل ډوله وسلۍ ، دري میله پیکا ، ۱۴ کړۍ ماینونه ، درِي پایی مخابرې ، ۷۴ ډزه د سپکو او درنو وسلو مرمې ، ۸۰ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې ، ۱۱ قبضې لاسې بمونه اودوه موټرسایکل دهېواد ملی پولیسو لاسته لویدلې دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)