دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۳۰
د مطلب کود : 44489
په کربلا او دیوانیه کښې چاودنو ۱۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
د شعبان ۱۵ یا د حضرت امام مهدی (ع) د ولادت د نیکمرغه زوکړې په رانږدې کیدو سره په کربلا ښار کښې زیارتوال زیات دي .
د سومریه نیوز د راپور له مخې د عر اق روغتوني سرچینو وویل نن په کربلا ښار په طوریج سیمه کښې په دو ګاډو کښې چاودنې شوي چې لږ تر لږه پکې لس کسان وژل شوي او څلویښت نور ژوبل شوي دي . د شعبان ۱۵ یا د حضرت امام مهدی (ع) د ولادت د نیکمرغه زوکړې په رانږدې کیدو سره په کربلا ښار کښې زیارتوال زیات دي . همدغه راز د عراق د القادسیه ولایت په دیوانیه ښار کښې هم چاودنه شوي چې پکښې ۲۵ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ژبل شوي دي چې د زیاترو حالت نازک دی . له دې چاودنې وروسته په القادسیه ولایت کښې ګرځ بندیز لګیدلی دی .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyt9t.ak9t74g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته