دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۱۹
د مطلب کود : 44507
د امریکا دفاع وزارت غواړي چې افغانستان ته نورې څارګرې الوتکې ولېږي
دا غوښتنه پرون وروسته له دې وشوه چې د پوځ د استخباراتو بودجه د جون۲۹مه د کانګریس دفاعي کمېټې تصویب کړه.
تاند - د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون په افغانستان کې د عملیاتو د پراختیا په لړ کې له کانګریس څخه غوښتي چې په دې هیواد کې د څارونکو او کشافو بې پېلوټو الوتکو لپاره ۶۴۱ ملیون ډالره بودجه تصویب کړي.

دا غوښتنه پرون وروسته له دې وشوه چې د پوځ د استخباراتو بودجه د جون۲۹مه د کانګریس دفاعي کمېټې تصویب کړه. له دې نوې غوښتنې سره به د پوځي استخباراتو بودجه اته ملیارده او دوه سوه ملیون ډالرو ته ورسېږي.

څلور نوي (۹۴) ملیونه او دوه سوه زره ډالره د سکن ایګل(ScanEagle) بې پېلوټو الوتکو لپاره غوښتل شوي. دا الوتکې په شیکاګو کې د بوینګ د کمپنۍ له لوري جوړېږي. دغه راز به له عراق څخه د بې پېلوټو الوتکو شپږ مرکزونه افغانستان ته انتقال شي او د نیوي سیل د خاص ځواک مځکني تمځایونه(سټېشنونه) به له څلورو اتو ته زیات کړای شي.

کانګریس ته د اضافي بودجې په غوښتنلیک کې ویل شوي چې کشافې یا څارګرې بې پېلوټې الوتکې د افغان پولیسو، سیمه ییزو پولیسو او د کلیو د ثبات لپاره په داسي حال کې حیاتي ارزښت لري چې امریکا غواړي افغانان د یاغیانو په وړاندې د ځان دفاع په خپله وکړای شي.

امریکايي رسنیو د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا له قوله ویل شوي چې په کلیو کې د طالبانو په وړاندې د سیمه ییزو پولیسو له لوري د امنیت په برخه کې پرمختګ شوی خو یوشمېر نورو چارواکو د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د ثبات پر تلپاتې توب شک څرګند کړی دی.

د افغانستان د نوي دفاع وزارت لپاره د پینتاګون په څېر د ۹۲ ملیون ډالرو او د کورنیو چارو وزارت لپاره په نژدې پنځوس ملیون ډالره د نویو ودانیو د جوړولو لپاره د امریکا پلانونه او له افغانستان سره د امنیتي تړون په اړه خبرې ښيي چې امریکا حاضره نه ده چې طالبانو او د هغو القاعده ملګرو ته افغانستان پرېږدي څو بیا له دې هیواده د لوېدیځ او نورو هیوادونو پرضد له دې هیواده د اډې په توګه کار واخلي.

افغانستان ته د زیاتو بې پېلوټو الوتکو له انتقاله داسي ښکاري چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کموي او غواړي چې د هوا له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ زیات کړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqmnk.23nkvdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته