په کاپیسا ولایت کې نن افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال دریم پړاو رسماً پیل شو.
په دې اړه په جوړو شوېو مراسمو کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو جنرال عبدالرحیم وردګ او بسم الله محمدي وویل، چې افغان ځواکونه د هېواد د امنیت ټینګولو ته پوره چمتوالی لري.
په کابل کې د فرانسې سفیر هم چې د هېواد زیاتره پوځیان یې په کاپیسا کې پراته دي، ګډون کړی و.
په روان دریم پړاو کې به د ټولې کاپیسا امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي. چارواکي وايي چې د دې پړاو په بشپړیدو سره به د هېواد د ۷۵ فیصده نفوس امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)