دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 44637
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن په نا اعلان شوې سفر کابل ته ورسیده
هیلري کلنټن د افغانستان په اړه د توکیو تر کنفرانس یوه ورځ مخکې کابل ته رسیدلې ده. رپوټونه وایي چې میرمن کلنټن به له ولسمشر حامد کرزي سره وویني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن په نا اعلان شوې سفر کابل ته ورسیده.

هیلري کلنټن د افغانستان په اړه د توکیو تر کنفرانس یوه ورځ مخکې کابل ته رسیدلې ده. رپوټونه وایي چې میرمن کلنټن به له ولسمشر حامد کرزي سره وویني.

د توکیو په کنفرانس کې چې سبا پیلیږي د نړۍ تر اویا د ډيرو هېوادو او نړېوالو موسسو استازي ګډون کوي.

افغانستان هیله لري چې د توکیو په غونډه کې نړېوال له دوه زره پنځلسم میلادي کال وروسته د لسو کلونو په مخه هر کال نژدې څلور میلیارډه ډالر مرستې له افغانستان سره وکړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz0ba.rhbafp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته