دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 44651
افغانستان به د توکیو له کنفرانسه د کال ۴ ملیارد ډالره وغواړي
د توکیو په کنفرانس کې به له افغانستان سره له ۲۰۱۴ م کال وروسته، چې نړیوال محارب ځواکونه له دې هیواده وځي، د مرستو ژمنې وشي.
تاند - افغانستان به سبا/یکشنبه/ د توکیو په کنفرانس کې له نړیوالو مرستندویانو په کال کې لږترلږه د څلور ملیارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړي.

د توکیو په کنفرانس کې به له افغانستان سره له ۲۰۱۴ م کال وروسته، چې نړیوال محارب ځواکونه له دې هیواده وځي، د مرستو ژمنې وشي.
په دې کنفرانس کې به د نژدې اویا هیوادونو او موسسو استازي د دې لپاره چې دا یقیني کړي چې افغانستان حکومتي او مالي اداره ښه کوي، او د قانون د حاکمیت او د بشري حقونو، په تېره بیا د ښځو د حقونو ساتنه کوي د محاسبې یوه طرحه جوړه کړي.

له ۲۰۰۱ څخه راپه دې خوا په افغانستان کې د بهرنیو مرستو له برکته د تعلیم او روغتیايي خدماتو په برخه کې ډېر کارونه شوي تر دې چې اوس نژدې اته ملیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته ځي حال دا چې د طالبانو په واکمنۍ کې نجونې ښوونځیو ته له تلو یو مخ منع وې.

د روغتیايي اسانتیاوو ښه کېدو د ماشومانو د مړینو اندازه نیمايي ته راکمه کړې او لومړني روغتیايي خدمات د افغانستان د څه باندې پنځه ویشت ملیونه نفوس نژدې شپېته فیصدو ته رسېدلي، حال دا چې په ۲۰۰۱ کې تر لسو فیصدو لږو افغانانو دا ډول خدماتوت ترلاسه کولی شوای.

خو مرستندویان په افغانستان کې د اداري فساد له درکه اندېښنه لري او دا تضمین غواړي چې د دوی پیسې به په اداري فساد کې نه ضایع کېږي.



له ځینو جګپوړو افغان مقاماتو د فساد په خاطر تحقیقات شوي خو ډېر لږ پېښ شوي چې څوک دې د قانون منګولو ته سپارل شوی وي او د اختلاس د ځینو قضیو له تحقیقاتو څرګنده شوې چې ریښه یې ولسمشر ته رسېږي.

په داسي یو حالت کې چې نړیوال د افغانستان له لس کلنې جګړې ستومانه شوي او د فساد په مخنیوي کې د حامد کرزي پر پاتې راتلو مایوسه دي، ستونزې زیاتې ښکاري.
افغانستان له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پوري نژدې شپېته ملیارد ډالره مرسته ترلاسه کړې ده.

نړیوال بانک وايي له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو اندازه تقریباً د دغه هیواد د ټول کورني ناخالص تولید برابره ده.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، هغه مرستې به، چې د لومړنیو خدماتو لکه د روغتیا، تعلیم او نورو بنیادي پروژو لپاره افغانستان ورته اړتیا لري له دې هیواده د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته له دې سره سره کمې شي چې دا هیواد به د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو له پر له پسې خطر سره مخامخ وي.
کرزي ویلي چې دی به د انتقال په لومړیو درو کلونو کې د کال د څلور ملیارد ډالرو غوښتنه وکړي.

د افغانستان حکومت د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ موده د انتقال مرحله بولي.

دا پیسې به پر هغو څلور ملیارده او سل ملیونه ډالرو سربېره وي چې د مې په میاشت کې په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۵ پوري د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره ومنل شوې.

د نړیوال بانک له اټکل سره سم افغانستان به د انتقال په لومړیو درو کلونو کې هر کال له درې ملیارده او درې سوه ملیون ډالرو رانیولې تر درې ملیارده او نهه سوه ملیون ډالرو پوري ملکي مرستې ته اړتیا ولري.

د دغه بانک په وینا دا پیسې به د افغانستان د کورني ناخالص تولید کموالی، چې څه باندې اوولس ملیارد ډالره کېږي، پوره کړي.

خو مرستندویان به انتظار لري چې د افغانستان د حکومت له لارې د دوی پیسې په داسي ډول ولګول شي چې په فساد کې د ضایع کېدو خطر یې حداقل وي.

له دې اندېښنو سره سره بریتانیا او نور هیوادونه موافق دي، د دې لپاره چې افغانستان بیا په کورنۍ جګړه او ګډوډۍ کې ښکېل نه شي له ۲۰۱۴ وروسته ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchz-nk.23nkmdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته