دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 44653
پاکستان: وسله والو په بلوچستان کې ۱۸ کسان مړه او دوه تنه ټپیان کړل
د پاکستان استخباراتي چارواکې وایي، د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په دوو حملو کې د جمعې په ورځ لږ تر لږه ۱۲ تنه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
پاکستانې چارواکي وایي، وسله والو د جمعې په ورځ په بلوچستان کې ۱۸ کسان مړه او دوه تنه ټپیان کړل.

وسله والو د تربت په سېمې کې د سړک د غاړې په یوه رستوران کې، پر ناستو خلکو ډزې وکړې.

د وژل شویو کسانو هویت نه دی معلوم شوی. تېره اوونۍ، وسله والو د بلوچستان په مرکز کوټې کې پر یوه بس چې له ایران څخه راستانه شوي شیعه زیارت کوونکې په کې سپاره وو، حمله کړې وه او ۱۲ کسان یي په کې وژلې وو.

د یوه بل خبر له مخې، د پاکستان استخباراتي چارواکې وایي، د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په دوو حملو کې د جمعې په ورځ لږ تر لږه ۱۲ تنه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

حملې د شمالي وزیرستان د مرکزمیرانشاه په ختیځ کې د داتا خیلو په کلې یوه کلا ویجاړه کړې او ویل کېږي چې یو شمېر وسله وال په کې ټبیان شوي هم دي.

راپورونه وایي، په نښه شوي وسله وال د قوماندان حفیظ ګل بهادر کسان دي. نوموړی په افغانستان کې پر امریکایي او ناتو ځواکونو حملې کوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtmex.uqexiz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته