کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار، هلمند او ارزګان کې د ګوزڼ د واکسين ځانګړې دوره پيل شوه

افغان غږ آژانس(آوا) , 18 سرطان 1391 ساعت 10:20

د واکسين په دې کمپاين کې به د دغو ولايتونو په هغو ولسواليو کې پنځه لکه ماشومان واکسين شي، چې په تېرو دورو کې له واکسينه پاتې وو.


په کندهار، هلمند او ارزګان ولايتونو کې د ګوزڼ يا پوليو د واکسين ځانګړې دوره پيل شوه.

د واکسين په دې کمپاين کې به د دغو ولايتونو په هغو ولسواليو کې پنځه لکه ماشومان واکسين شي، چې په تېرو دورو کې له واکسينه پاتې وو.

د کندهار د روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا پرون وويل دغه کمپاين به د دغو ولايتونو په ١٧ ولسواليو کې تطبيق شي.

د افغانستان جنوبي ولايتونه د ټول هېواد په کچه د ګوزڼ زياتې پېښې لري، چې عمده علت يې ناامني او د واکسين د کمپاينونو نه عملي کېدل ښوول شوي دي.


د مطلب کود: 44725

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/44725/په-کندهار-هلمند-او-ارزګان-کې-د-ګوزڼ-واکسين-ځانګړې-دوره-پيل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com