دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 44725
په کندهار، هلمند او ارزګان کې د ګوزڼ د واکسين ځانګړې دوره پيل شوه
د واکسين په دې کمپاين کې به د دغو ولايتونو په هغو ولسواليو کې پنځه لکه ماشومان واکسين شي، چې په تېرو دورو کې له واکسينه پاتې وو.
په کندهار، هلمند او ارزګان ولايتونو کې د ګوزڼ يا پوليو د واکسين ځانګړې دوره پيل شوه.

د واکسين په دې کمپاين کې به د دغو ولايتونو په هغو ولسواليو کې پنځه لکه ماشومان واکسين شي، چې په تېرو دورو کې له واکسينه پاتې وو.

د کندهار د روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا پرون وويل دغه کمپاين به د دغو ولايتونو په ١٧ ولسواليو کې تطبيق شي.

د افغانستان جنوبي ولايتونه د ټول هېواد په کچه د ګوزڼ زياتې پېښې لري، چې عمده علت يې ناامني او د واکسين د کمپاينونو نه عملي کېدل ښوول شوي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjiaex.uqex8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته