کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت په میرزکې ولسوالۍ باندې حمله کړې

افغان غږ آژانس(آوا) , 19 سرطان 1391 ساعت 11:30


د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، چې تیره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د دغه ولایت د میرزکې ولسوالۍ په ودانۍ وسله واله حمله کړې چې یو ساتوونکی یې وژلی او یوبل یې ټپي کړی دی.

د پکتیا د ملي امنیت یوې معتبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ ازادي راډیو ته وویل، چې دغعه جګړه د شپې دوه بجې ونښته او څلویښت د قیقې یې دوام وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې کیدای شي وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي وي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 44805

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/44805/وسله-والو-طالبانو-د-پکتیا-ولایت-په-میرزکې-ولسوالۍ-باندې-حمله-کړې

آوا
  https://www.avapress.com