دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۳۴
د مطلب کود : 44873
د مصر د پارلمان مشر نن ته د پارلمان د غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې
د مصرد پارلمان مشر سعدالخطاني نن سه شنبې د پارلمان د غونډې غوښتنه کړې. دا غوښتنه د مصر د ځواکمنې پوځي شورا له حکم څخه چې د محکمې د حکم پر بنسټ یې د پارلمان ولسي جرګه منحل کړه، سرغړونه بلل کېږي.

د مصر شرق الاوسط رسمي خبري آژانس دا راپور وروسته له هغه ورکوي چې ولسمشر محمدمرسي د پارلمان د غونډې غوښتنه وکړه.

پوځي شورا چې د ۲۰۱۱ کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې پر مصر واکمنه ده د پارلمان چې اسلامپالو اکثریت پکې وګاټه د منحلولو لپاره د مصر د اساسي قانون د سترې محکمې د حکم ملاتړ کړی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsj0o.yt0o56bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته