کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان د لومړي ځل لپاره له افغان حکومت سره خبرو ته لېوالتیا ښودلې

افغان غږ آژانس(آوا) , 20 سرطان 1391 ساعت 14:31


د افغانستان جمهور رییس پرون وویل؛ چې طالبانو د لومړي ځل لپاره دافغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته لیوالتیا ښودلې ده.

حامد کرزي پرون په توکیو کې خبریالانو ته وویل؛ چې دوه اونۍ مخکې د افغانستان د سولې د عالي شورا استازو، د طالبانو او اسلامي حزب له استازو سره د کیوتو د ښار په دوشیشه پوهنتون کې لیدلي دي.

حامد کرزي وویل، ملا دین محمد چې د طالبانو له خوا یې په دغې غونډې کې برخه اخیستې وه؛ ویلي چې طالبان د سولې خبرو ته تیار دي.

د افغانستان جمهور رییس وویل، چی د دوشیشه په غونډه کې د افغانستان د شخړې د سوله ییز حل په لارو چارو خبرې وشوې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې؛ چې د دوی یو استازي په دغې غونډې کې برخه اخیستیې خو کومه ژمنه یې نه ده کړې.


د مطلب کود: 44911

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/44911/طالبان-د-لومړي-ځل-لپاره-له-افغان-حکومت-سره-خبرو-ته-لېوالتیا-ښودلې

آوا
  https://www.avapress.com