دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 44987
روسیه د نړېوال تجارتي سازمان غړیتوب ترلاسه کوي
د حاکم ګوند متحدې روسیې اکثریت په دې اړه موافقې رایې ورکړې او د درې نورو مخالفو ګوندونو استازو یې پر ضد رایې ورکړې.
د روسیې پارلمان دوما د سه شنبه په ورځ یوه موافقه تصویب کړه؛ چې له مخې به یې دا هیواد د نړۍ له تجارتي سازمان سره یو ځاي شي.

د روسیې په پارلمان کې په دې اړه له دوه سوه اته دېرش کرسیو څخه دوه سوه اته مثبتي راي او یوه ممتنع وه.

د حاکم ګوند متحدې روسیې اکثریت په دې اړه موافقې رایې ورکړې او د درې نورو مخالفو ګوندونو استازو یې پر ضد رایې ورکړې.

د روسیې د اقتصادي پراختیا وزیر ″اندریس بوریسلاف″ تر دې رایو ورکولو دمخه وویل؛ دا موافقه د روسیې د اقتصاد په ګټه ده:

″دا چې روسیه له نړیوال تجارتي سازمان سره یو ځای شي؛ روسیې ته به هیڅ کومه ټولیزه منفي پایله ونه لري.

په نړیوال تجارتي سازمان کې له یوځای کېدو سره به د هېواد خلک ترې ګټه واخلي؛ ځکه رقابت به پراختیا ومومي او موږ په دې باور یو؛ چې بیې به په ډیره اندازه ولویږي.″

په هر حال د کیڼ اړخي کمونست ګوند او د عادلې روسیې ګوند استازي بیا اعتراض لري او اندیښنه څرګندوي؛ چې دا به د روسیې تولیدي سکتور ته تاوان ورسوي.

د عادلې روسیې مشر ″سرګي میرانوف″ وايي، له نړیوال تجارتي سازمان سره د روسیې یو ځای کېدل به د روسیې موقف د طبیعي منابعو یوه صادرونکی کړي.

″که موږ د دې سازمان غړیتوب تر لاسه کړو، نو بیا به موږ په حقیقت کې د نړۍ لپاره ډیر د خامو موادو برابرونکي یو. موږ به یواځي د انرژۍ منابع تامینوو او زموږ تولیدات به سیالي یا رقابت نه کوي.″

په ګوتو شمار اعتراض کونکي، چې په کې د کمونستانو ځیني استازي هم راځي، د رایو د شمارلو په وخت د روسیې له پارلمان څخه د باندې ولاړ وو.

تیره اونۍ د استازو یوې ډلې د اساسي قانون د محکمې غوښتنه وکړه؛ څو په دې اړه حکم وکړي، چې دا موافقه د اساسي قانون په اساس ده او کنه او محکمې بیا دا مساله تصویب کړه.

نړیوال تجارتي سازمان وروسته له اتلس میاشتو خبرو اترو د دوه زره یوولسم میلادي کال په ډسمبر کې په دې سازمان کې د روسیې غړیتوب تصویب کړی و.

روسیه به وروسته له دې چې نړیوال تجارتي سازمان له دې خبروې چې په دې اړه یې موافقه تصویب کړي؛ نو بیا به دېرش ورځې وروسته په رسمي توګه د نړیوال تجارتي سازمان غړی وي.

کوم هېواد چې نو ی دې سازمان ته داخلیږي، نو د درې کلونو لپاره باید د هغو اصولو له مخې چې نړیوال تجارتي سازمان وضع کړي ازاد مارکیت ولري.

په لومړي سر کې په نړیوال تجارتي سازمان کې شامل شوي هېواد باندې د وارداتو تعرفې کميږي او په اقتصادي مهمو برخو کې ورته د بهرنیو پانګونو په برخه کې لار پرانستل کیږي.

د روسیې اقتصاد په کال کې تر یو اعشاره نهمو تریلینو ډالرو پورې رسي. په دې توګه به روسیه د نړیوال تجارتي سازمان یو سلو شپږ پنځوسم غړی هیواد شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjahex.uqexoz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته