دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 45032
د هېواد ملی پولیسو ځواکونو، ۱۳ تنه ترهګر طالبان ووژل
د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د پنځو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د ننګرهار ، لغمان ، کندهار ، هلمند او ارزګان ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د پنځو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د ننګرهار ، لغمان ، کندهار ، هلمند او ارزګان ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل،۱۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۵ تنه یي د ملی پولیسو له لوري ژوندي نیول شوي دي .

په یادو عملیاتو کې ۳۱۵ کیلوګرامه نشه یی توکې ، ۱۶ میله کلاشینکوفونه ، یو راکټ اچونکې ، دومیله پیکا ، ۱۶ پایی مخابری ، ۱۶۴۷۰ ډزه د سپکو وسلو مرمې ، یو موټر سایکل او یو اندازه زیاد چاودیدونکې توکې دهېواد ملی پولیسو لاسته لویدلي دي.

د یاد ونې وړ ده چې د هېواد ملی پولیسو منسوبینو تېره ورځ یوه کړي د وسایطو ضد ماین چې د طالب ترهګر له لوري د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځاي پرځاي شوي وو ، کشف او شنډکړ.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5gba.rhbsfp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې