دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 45098
په بغلان کې یو پولیس د خپلې کورنۍ له څو غړو سره طالبانو سره په نښته کې وژل شوی
دا پوليس پرون د یوه کار لپاره د تنګي مرچ کلی ته تللی و، چې له طالبانو سره مخامخ او تر څو ساعته مقاومت وروسته ووژل شو.
افغان چارواکي وايي، د بغلان په بورکه ولسوالۍ کې یو پولیس له وسلوالو طالبانو سره له څو ساعته مقاومت وروسته د خپلې کورنۍ له څو غړیو سره وژل شوی دی.

د بورکې ولسوال معلم محمد رجب په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل، دا پوليس پرون د یوه کار لپاره د تنګي مرچ کلی ته تللی و، چې له طالبانو سره مخامخ او تر څو ساعته مقاومت وروسته ووژل شو.

د بورکې ولسوال ویلي، چې په دې نښته کې د دې پولیس یوه ځوانه لور او ځوان زوی هم وژل شوي دي.

ښاغلي رجب دا نه دي ویلي چې د پولیس له خوا له څو ساعته مقاومت سره سره ولې نوموړي ته مرستندوى امنیتي ځواک نه دی رسیدلی .

دا پېښه په داسې حال کې پېښېږي چې د بغلان په ولایتي شورا کې د بورکي د خلکو استازي قاري قدرت الله ویلي وسلوالو طالبانو دده پلار هم د څو ساعتونو لپاره برمته کړی و چې وروسته د سپین ږیرو په منځګړیتوب خوشې شو .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjz0o.yt0kn6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته