دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 45123
د هېواد د ملی پولیسو ځواکونو د بیلا بیلو چاڼېزو عملیاتو په لړ کې ، ۴۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د نهو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې بامیان ، بغلان ، کندهار ، زابل ، لوگر ، غزنی ، پکتیا ، هرات او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د نهو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې بامیان ، بغلان ، کندهار ، زابل ، لوگر ، غزنی ، پکتیا ، هرات او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل،۴۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۲۸ تنه یي د ملی پولیسو له لوري ژوندي نیول شوي دي .

په یادو عملیاتو کې یوه زیاته اندازه وسلۍ او مهمات چې ۱۰ میله کلاشینکوفونه سره د ۱۰ عدده شاژورنو ، دري میله راکټ اچونکې ، ۷ کړۍ ماینونه ، ۷ قبضې لاسې بمونه ،۶۰ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې او دري عرادي موټر سایکلونه د هېواد ملی پولیسو لاسته لویدلي دي.

همداشان تېره شپه دري تنه ترهګر طالبان چې غو ښتل یی یوه کړۍ د وسایطو ضد ماین د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ د مالی زیو په کلی کې د عامو وګړو د تلو راتلو پر سړک ښخ کړی چې ماین پری وچاودید او په ترڅ کې یي له نیکه مرغه دري واړه ماین خښوونکې ووژل شول.

د یاد ونې وړ ده چې د جوزجان ولایت د ملی پولیسو منسوبینو تېره ورځ یوه موټر سایکل چې یواندازه چاودیدونکې توکې د طالب ترهګرو له لوری د ترهګریزو کړنو په موخه ځاي پر ځاي شوی وو د یاد ولایت مرکز شبرغان ښار نه کشف او شنډکړ.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1sq0.2bqpi8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته