د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د سمنګان په پېښه کې هیڅ راز لاس نه لري. خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې دا ډول حملې وسله وال طالبان کوي.
طالبان وايي د سمنګان په حمله کې لاس نه لري
افغان غږ آژانس(آوا) , 24 سرطان 1391 ساعت 12:08
د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د سمنګان په پېښه کې هیڅ راز لاس نه لري. خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې دا ډول حملې وسله وال طالبان کوي.
تاند- وسله والو طالبانو وویل، د سمنګان ولایت نننۍ حمله، چې لږترلږه ۲۲ تنه پکې وژل شوي او تر سلو زیات نور ژوبل شوي، دوی نه ده کړې.
د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې نن سهار د واده په مراسمو کې یوه ځانوژونکې حمله وشوه چې په نتیجه کې یې د جنرال دوستم د پخواني قومندان احمدخان په شمول دوه ویشت تنه ووژل شول.
راپورونه وايي چې په مشرانو جرګه کې د بلخ استازی محمد اصف او د سمنګان د ملي امنیت رييس هم په وژل شویو کسانو کې شامل دي.
له لومړنیو مالوماتو سره سم ګڼ خلک په یوه هوټل کې د احمد خان د لور د واده لپاره راټول شوي ول چې ځانمرګي ځان والوزاوه.
ویل شوي چې د واده په مراسمو کې یو شمېر نور دولتي مقامات او مامورین او د واده د دواړو کورنیو خپلوان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
احمد خان د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د جهاد په کلونو کې د مجاهدینو قومندان و خو وروسته د جنرال دوستم د ملي جنبش ملګری شو. ده د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ په سمنګان کې د طالبانو پرضد سختې جګړې وکړې.
د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د سمنګان په پېښه کې هیڅ راز لاس نه لري. خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې دا ډول حملې وسله وال طالبان کوي.
ویل کېږي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ زیات فعال دی او ممکن دا حمله هم د دغه غورځنګ له لوري شوې وي.
طالبانو تر دې پخوا هم د افغانستان د شمال او غیرپښتنو شخصیتونو په قتلونو کې لاس لرل رد کړي دي.
دوی نژدې دوه کاله پخوا د قومندان داود په ترور کې لاس لرل رد کړي وو او د استاد رباني د ترور مسوولیت یې هم په غاړه نه دی اخیستی.
د مطلب کود: 45135