دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۲۹
د مطلب کود : 45188
د امام خامنه ای د اسلامي مذاهبو د تقریب د ټولنې نوئ مشر وټاکه
حضرت آيت الله العظمی امام خامنه اي پرون د اسلامي مذاهبو تر منځ د نږدې والي د ټولنې له پخواڼي مشر محمد علي تسخیري څخه د هغه د ډيرو هلو ځلو له امله د قدرونې تر څنګ حجت الاسلام والمسلمین محسن اراکي په دې دنده وګماره .
امام خامنه ای په حکم کې راغلي په اسلامي نړۍ کې د اسلامي ویښتیا څپې او د تاریخ په دې حساس پړاو کې د اسلامي نړۍ حیرانوونکو بدلونونو ته پام سره د اسلامي امت شتون او د اسلامي مذهبونو تر منځ نږدې والئ د دې مبارک خوځښت په بریالیتوب کې اساسي رول لر ي.
حضرت آیت الله العظمی امام خامنه ای د امریکا او اسرائيلوو دسیسو ته په اشارې سره زیاته کړې دښمن د جهاد او مقاومت معادله د تکفیر او د اسلام د بچیانو د ترور په معادلې بدله کړې او غواړي په اسلامي نړۍ کې د شیعه او سني تر منځ په جګړه د مسلمانو ملتونو افکارمصروف کړي تر څو دوی له دې لارې خپلو مادي او معنوي ګټو ته ورسیږي .هغوی په ډآګه کړې د اسلامي مذاهبو د تقریب ټولنه باید حساسو او خطیرو شرایطو ته پام سره د اسلامي نړۍ له شخصیتونو سره په غږملتیا د استکبار په وړاندې د اسلامي امت واحد سنګر ترسیم کړي .
همدرانگه امام خامنه ای حجت الاسلام والمسلمین محمد علي تسخیري د اسلامي نړۍ په چارو کې خپل عالي سلاکار مقرر کړ .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjf0o.yt0kj6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته