دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 45220
ضیا مسعود او جنرال دوستم ممنوع الخروج شوي دي
تاند - د ملي ټلوالي دوه عمده غړي له هیواد څخه ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

د رپوټونو له مخې دغه دوه تنه د ملي ټلوالي مشر احمد ضیا مسعود او د د دې جبهې بل مشر جنرال عبدالرشید دوستم دي.

د افغانستان د بهرنیو چاو وزارت یوې سرچینې چې غوښتل یې نوم یي پټ وساتل شي وویل، جنرال دوستم ترکیې ته له خپل وروستي سفر وروسته کابل ته په را رسیدو د دغه ښار په نړیوال هوايي ډګر کې د امنیتي کسانو له لوري تر تعقیب لاندي ونیول شو او سیاسي پاسپورټ ترې واخیستل شواو کابل ته د ننوتو اجازه تر لاسه کړه.

د سرچیني په خبره د جنرال دوستم د خدمت دغه پاسپورټ چې له عادي هغو توپیر لري او لوړ پوړو حکومتي چاواکو ته ورکول کیږي دمګړۍ د بهرنیو چارو وزارت ته استول شوی او هلته قرنطین شوی دی.

دغې سرچیني همدا راز زیاته کړه چې د جنرال دوستم د خدمت ځانګړی پاسپورټ په ۲۰۰۱ کال کې، کله چې په سیاسي واک کې و، د بهرنیو چارو د وخت له وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله څخه تر لاسه کړی و.

جنرال دوستم، چې د ملک دننه یي په وړاندي ډیر مخالفتونه موجود دي، یو له هغو کسانو څخه دی چې په افغانستان کې د فدرالي نظام پلوي کوي او څو ځله یي له یو شمیر امریکايي سناتوانو او سیاستوالو سره په دې باب غونډي هم کړي دي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي اړیکو د څانګي د سرچیني په وینا له ضیا مسعود څخه هم هغه وخت د کابل په هوايي ډګر کې د سرحدي پولیسو له لوري واخیستل شو چې غوښتل یې دوبۍ ته لاړ شي.

دغه سفر څه باندي دوه میاشتي دمخه اماراتو ته پلان شوی و خو د هوايي ډګر د امنیتي کړیو له لوري ضیا مسعود ته له ملک څخه د دباندي تګ اجازه ور نه کړل شوه او نوموړی هم را ګرزول شوی دی.

د سرچیني په خبره د احمد ضیا مسعود د خدمت پاسپورټ چې ځانګړي امتیازات لري دمګړۍ د بهرنیو چارو وزارت ته استول شوی او امنیتي کسانو ته امر شوی چې بهر ته د هغه له تګ څخه په ټولو هوایي میدانونو او سرحدي پولو کې مخنیوی وکړي.

بهرته د احمد ضیا مسعود په تګ د بندیز عمده دلایل تر اوسه نه دي روښانه شوي.

په همدې حال کې احمد ضیا مسعود ته نږدې سرچینو ویلي چې دا رپوټونه اساس نه لري او احمد ضیا مسعود دمګړۍ په خپلو سیاسي فعالیتونو بوخت دی او بهر ته د تلو کوم پلان نه لري.

احمد ضیا مسعود چې د شمالي ټلوالي د وژل شوي مشر احمد شاه مسعود ورور دی په پنجشیر او یو شمیر شمالي سیمو کې قوماندانانو کې له پراخ نفوذ څخه برخمن دی او احتمال شته چې دی به په را روانو ولسمشریزو انتخاباتو کې د ملي جبهې نوماند وي خو هغه په خپله تر اوسه په انتخاباتو کې د خپل ګډون رسمي علاقه نه ده څرګنده کړي.

بهر ته د دغو دوو جهادي قوماندانانو په تلو پر داسي مهال د بندیزونود لګیدو خبري کیږي چې غبرګ دمګړۍ د افغان دولت او نړیوالي ټولني په خاصه توګه د امریکا د پالیسیو سخت منتقدین دي .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawuny.49nmu1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته