راپورونه وایي، چې د سمنګان په رباتک سیمه کې ناټو پورې مربوط د تیلو ټانکرونو اور اخیستې دی.
د سمنګان د امنیې قومندان جنرال خلیل الله انداربي ازادۍ راډیو ته پيښه تائيد کړه او وایې، چې دا اتلس ټانکرونه کابل ته روان وو.
د نوموړي په خبره په دې اورلګیدنه کې چې د سهار له درو بجو نه پيل شوې او لاهم دوام لري دوه موټر چلونکي هم ټپیان شوي.
جنرال اندارابي وویل، چې د اور لګیدنې لامل تر اوسه نه دی معلوم او په دې اړه څیړني دوام لري.
خو یو تن موټرچلوونکي ویلي چې دا اورلګیدنه د یوې چاودنې وروسته شوې ده .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)