په کونړ کې سیمه ییز چارواکي د دې ولایت پر سرحدي ولسوالیو د توغندیو د بریدونو د دوام خبر ورکوي.
د کونړ د والي ویاند واصف اله واصفي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا توغندي د پاکستان له خوا ویشتل کیږي:
د کونړ د والي د ویاند په وینا د دې توغندیو د بریدونو له امله ګڼ کسان دې ته اړ شوې دي چې خپل کورونه پریږدي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ریاست څو اونۍ مخکې اعلان کړی و، که چیرته د پاکستان له لورې د افغانستان پر سرحدي سیمو د توغندیو بریدونه ونه درول شي موضوع به د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وړاندې کړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)