دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 45553
امریکا د افغانستان د قلمرو ۷۰سلنه برخه کې د طبیعي زېرمو سروې بشپړه کړې
دا زېرمې د کانونو په اوسني مارکېټ کې چې له اقتصادي پلوه د ودې په حال کې دی، ځانګړی اهمیت لري.
امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د افغانستان د قلمرو په سلو کې په اویا برخه کې د کانونو او طبیعي زېرمو سروې بشپړه کړې ده.

د امریکا د جیولوجیکي سروې د ادارې USGS ویاند الکس ډیماس Alex Demas له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، دې سروې چې د یوې نوې پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته شوې په افغانستان کې څلورویشت سیمې په نښه کړي چې د سرو او سپینوزرو، وسپنې او د نادرو اوسپنو پراخې زېرمې لري.

ښاغلي ډیماس وویل، دا زېرمې د کانونو په اوسني مارکېټ کې چې له اقتصادي پلوه د ودې په حال کې دی، ځانګړی اهمیت لري.

د امریکا د جیولوژیکي سروې دا سروې د امریکا د دفاع وزارت د سوداګرۍ او ثبات د عملیاتو د څانګې د کاري ډلې او د افغانستان د حکومت په غوښتنه ترسره کړې ده.



سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtiex.uqeiiz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته