کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه په بالابلوک کې د ورکو شوو افغان پولیسو له ډلې شپږ تنه موندل شوي دي

افغان غږ آژانس(آوا) , 4 اسد 1391 ساعت 9:54


هغه څو تنه افغان پولیس چې د فراه په بالا بلوک ولسوالۍ کې د زمري په دویمه نیټه ورک شوي وو، د افغان چارواکو په وینا د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې یې شپږ تنه موندل شوي دي او د دوه نور د موندلو لپاره یې عملیات روان دي.

په مخکېنو راپورونو کې ویل کېدل، چې دا کسان د طالبانو لیکو ته ورغلي، خو افغان چارواکي وایي، چې دا خبره ناسمه ده او افغان پولیس هیڅکله هم دښمن ته نه تسلیمیږي.


د مطلب کود: 45788

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/45788/د-فراه-په-بالابلوک-کې-ورکو-شوو-افغان-پولیسو-له-ډلې-شپږ-تنه-موندل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com