دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 45788
د فراه په بالابلوک کې د ورکو شوو افغان پولیسو له ډلې شپږ تنه موندل شوي دي
هغه څو تنه افغان پولیس چې د فراه په بالا بلوک ولسوالۍ کې د زمري په دویمه نیټه ورک شوي وو، د افغان چارواکو په وینا د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې یې شپږ تنه موندل شوي دي او د دوه نور د موندلو لپاره یې عملیات روان دي.

په مخکېنو راپورونو کې ویل کېدل، چې دا کسان د طالبانو لیکو ته ورغلي، خو افغان چارواکي وایي، چې دا خبره ناسمه ده او افغان پولیس هیڅکله هم دښمن ته نه تسلیمیږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjoaex.uqeioz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته